په دې وروستیو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د ۴۴ ادارو د اطلاعاتو او عامه اړیکو له رییسانو سره د ملکي خدمتونو د کنفرانسونو په تالار کې میاشتنې غونډه وکړه.
د ملکي خدمتونو په ادارو کې، بشري منابع د پرمختګ او پراختیا بنسټیز رکن شمیرل کیږي، باید پر وسایلو او نړيوالو معیارونو پوره سمبال اوسي، چې خلکو او د ملکي خدمتونو د کورنیو په چوپړ کې بریالي شي.
سید جمال الدین پوهنتون په ۱۳۸۹ کال کې د کونړ د ټول ولس د غوښتنې او د ولسمشر حامدکرزي د ځانګړي حکم په اساس په کونړ ولایت کې جوړ شو، چې اوسمهال درې پوهنځي چې عبارت دي له شرعیاتو، کرنې او ښوونې او روزې له پوهنځیو نه. په نوموړي پوهنتون کې د لومړي صنف لومړی او دویم سمسترونه په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل او په راتلونکي ۱۳۹۰ کال کې به دویم صنف پیل شي، د نوموړي پوهنتون په اړه مو ددغه پوهنتون له رئیس سره یوه مرکه تر سره کړې چې ستاسو پام ورته را اړوو.
د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو مدیر نور حکیم شاه: د اداري اصلاحاتو د پروسې په پلي کېدو، په اداره کې روڼوالی منځ ته راځي او کله چې یوه اداره کې د معاش او رتبو پروسه پلي شي نو د کارکوونکو په معاشونو کې ډېروالی راځي او اقتصادی ستونزې یې کمېږي.